د کندهار د میرویس روغتون چارواکي: درمل او روغتیایي وسایل مو کم شوي

په کندهار کې د میرویس روغتون

د کندهار د میرویس روغتون یوشمیر چارواکي په دغه روغتون کې د درملو او ځینو روغتیایي وسایلو د کمښت خبر ورکوي.

د دغه روغتون څو تنو چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، پرون ازادي راډیو ته وویل چې پخوا به دوی ناروغانو ته وړیا درمل ورکول خو له کله چې د سره صلیب مرستې کمې شوې دي د دوی په درملو کې تر اویا په سلو کې کموالی راغلی دی.

له شاوخوا دېرش کلونو راهیسې سره صلیب له دې روغتون سره هم د درملو مرسته کوله، هم یې طبي وسایل ورکول او هم یې داکټرانو ته معاشونه ورکول، خو له تیرو دوو میاشتو راهیسې سره صلیب په ټول افغانستان کې خپلې مرستې محدودې کړې دي.