د افغانستان د هوا پېژندنې اداره: په ۸ ولایتونو کې نن ممکن سخت ورښتونه وشي او سېلابونه راشي

د افغانستان یوه سېلاب ځپلې سیمه - ارشیف

د افغانستان د هوا پېژندنې د ملي ادارې له اټکل سره سم، نن په اتو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو احتمال شته.

دا اداره وایي چې په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر کې د درنو ورښتونو له امله د سېلونو د بهیدو اټکل شوی دی.

په وروستیو کې د افغانستان په شاوخوا څوارلس ولایتونو کې د سېلونو له امله شاوخوا پنځوس کسان مړه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او لسګونه کورونه ویجاړ شول.

د افغانستان د طبیعي پېښو زیاتیدل، چې له نړیوال اقلیمي بدلون څخه سرچینه اخلي؛ د دغه هېواد د بشري او اقتصادي ناورین د لا وضعیت خرابیدو وېره یې پيدا کړې ده.

د دغو پېښو له امله زیانمن شوي کسان شکایت لري، چې د طالبانو حکومت او نړیوالو مرستندویانو لازمې مرستې ورسره نه دي کړي.