د افغانستان په اتو ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

ارشیف

د افغانستان د هواپېژندنې ملي ادارې په اتو ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

دغې ادارې ویلي، نن او سبا شنبه په نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا کې د سختو اورښتونو په نتیجه کې د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' په افغانستان د هوا د بېساري تودېدو خبرداری ورکړی او له کورنیو څخه یې غوښتي چې له تودې هوا څخه د خلاصون لپاره یولړ سپارښتنې عملي کړي.

د هوا پېژندنې د ادارو د اټکل له مخې، نن جمعه او د شنبې په ورځ به د افغانستان په ځینو سیمو کې د تودوخې درجه د سانتي ګراد له دېرشو درجو لوړه شي.