د افغانستان په جنوب لويدیځ کې د تارياکو بیه لوړه شوې ده

په کندهار کې د تریاکو فصل - له ارشیف څخه

د افغانستان په جنوب لويديځو بازارونو کې د تاریاکو بیه د پام وړ لوړه شوې ده.

ازادي راډيو ته له کندهار او فراه ولایتونو څخه رسېدلي معلومات ښيي، چې په دې بازارونو کې د تاریاکو د یوه من بیه له پنځوسو زرو څخه تر اتیا زرو پاکستانیو کلدارو پورې لوړه شوې ده.

د کندهار د میوند او د فراه د بکوا ولسواليو یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته وويل، چې په دې ولسوالیو کې اوس هم نشه يي مواد ازاد خرڅېږي او د خرڅولو او رانیولو لپاره يې په اوونۍ کې یو ځل بازارونه جوړېږي.

د موضوع نور جزییات د لېنک له کېکاږلو سره واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د افغاستان په لویدیځ کې د تریاکو بازارونه