سي پي جي طالبانو ته؛ د رسنیو خلاف بې رحمانه اقدامات بس کړئ

د طالبانو له واکمنیدو وروسته پر رسنیو ګڼ محدودیتونه وضع شوي - دا یې یوه بېلګه ده

د خبریالانو د ملاتړ یوې نړیوالې ټولنې د طالبانو له حکومته غواړي چې د رسنیو د ځپلو اقدامات بند کړي.

د خبریالانو د خوندیتوب ټولنې CPJ چې مرکز یې په نیویارک کې دی، د ننګرهار د همېشه بهار راډیو ټلویزیون د خپرونو بندیدو ته د په اشارې په ترڅ کې ویلي دي چې طالب چارواکي دې د رسنیو د بېرحمانه ځپل پای ته ورسوي او اجازه دې ورکړي چې د دې رسنۍ خپرونې دوام ولري.

د راپورونو له مخې، د یکشنبې په ورځ د طالبانو شاوخوا شل تنه پولیس په جلال آباد ښار کې د همېشه بهار راډیوټلویزیون پر ودانۍ په داسې حال کې چې هلته د ښځینه او نارینه خبریالانو د روزنې ورکشاپ روان و، برید وکړ او د سه شنبې په ورځ د طالبانو وسله وال بیا د دې رسنۍ ودانۍ ته ولاړل او د همېشه بهار راډیوټلویزیون دروازه یې مهرولاک کړه.

CPJ په یوه بیان کې، چې بیګا خپور شو ویلي چې طالبان باید سمدستي نوموړې رسنۍ ته د خپرونو او د هغې کارکوونکو ته د روزنیز پروګرام د دوام اجازه ورکړي.

همېشه بهار له محدودو رسنیو ده، چې تر اوسه یې هم په افغانستان کې فعالیت کاوه.

د رسنیو د ملاتړ ټولنې وايي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دې هېواد خپلې نیمايي رسنۍ له لاسه ورکړې دي.