د طالبانو حکومت د پاکستان په ناامنیو کې د افغانانو ښکېلتیا رد کړه

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوي رد کړې چې وايي، د دې هېواد په وروستیو ناامنۍ کې افغانان ښکېل دي.

مجاهد نن پر ټویټر لیکلي چې د بېلابېلو پاکستاني چارواکو له خوا په دې دغه هېواد کې د امنیتي وضعیت په اړه پر افغانستان لګول شوي تورونه ردوي.

مجاهد زیاته کړې چې د دوی حکومت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر خلاف وکارول شي.

د طالبانو د حکومت ویاند دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې بېلابېلو پاکستاني چارواکو په وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تورن کړ چې تر واک لاندې سیمو څخه یې په پاکستان کې بریدونه کېږي.

په دې لړ کې وروستۍ څرګندونې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت د وزیرې حنا رباني کهر وې چې ادعا یې کړې د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې افغانان ښکېل دي او په دې اړه یې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره شواهد هم شریک کړي دي.

حنا رباني کهر پرون له یوه پاکستاني تلوېزیون آج سره په مرکه کې وویل، د بریدګرو له تابعیت څخه ښکاري چې افغانان دي.

اغلې کهر په خپله مرکه کې ادعا کړې چې د پاکستان په ناامنیو کې ځینې هغه افغانان هم لاس لري چې په روغتیايي ویزو دغې هېواد ته ورغلي دي.

له دې وړاندې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي وو، د طالبانو حکومت دې پاکستان ته د ترهګرو د ننوتو مخه ونیسي.