د افغانستان او قزاقستان ترمنځ درې ورځنۍ اقتصادي غونډه پيل شوه

په قزاقستان کې د پیل شوې اقتصادي غونډې یو انځور

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ درې ورځنۍ اقتصادي غونډه نن په استانه کې پيل شوه.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ۱۵۰ تنه افغان چارواکي او سوداګر دغې غونډې ته وربلل شوي دي.

د دې وزارت په خبره، په دغو کسانو کې هېڅ داسې کس نه شته چې د نړیوالو له خوا دې د بندیزونو په لېست کې شامل وي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت بیا وایي، د دوی د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوی د افغانستان او قزاقستان د سوداګریزې نښلېدا دغې غونډې ته ورغلی دی.

د دغه وزارت په وینا، د غونډې مقدماتي مراسم پرون چهارشنبه پيل شوي دي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال قنات تومیش ویلي، دا اقتصادي غونډه به د طالبانو په وړاندې د دغه هېواد پر هغې دریځ هېڅ اغېز ونه کړي چې دوی طالبان په رسیمت نه پېژني.

تراوسه د قزاقستان له حکومت سره طالبان د یو ترهګریز سازمان په توګه ثبت دي.