رسنۍ: د ایران په زندانونو کې ۱۱ بلوڅان اعدام شوي

ارشیف

د بشري حقونو رسنیو پرون چهارشنبې خبر ورکړ چې په تېرو درو ورځو کې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په زندانونو کې ۱۱ بلوڅان اعدام شوي دي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ایراني څانګې په بلوچستان کې د بشري حقونو د فعالې رسنۍ 'حال وش' د راپور پر اساس وویل چې دا کسان د مخدره موادو په تور اعدام شوي خو هېڅ یوه ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې تر اعدام مخکې د کورنۍ له غړیو سره وویني او یوازې له اعدامه وروسته یې مړي کورنیو ته سپارل شوي دي.

حال وش وايي چې په ایران کې د 'ښځې، ژوند او ازادي' په نوم د اعتراضونو له پیلېدو راوروسته د بلوڅانو اعدامونه زیات شوي دي.