امیرخان متقي کابل ته د یو شمېر سفارتونو د بېرته لېږدولو غوښتنه کړې

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او مل پلاوي یې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان لپاره د یو شمېر سفارتونو له چارواکو سره په کتنه کې له هغوی غوښتي چې خپل سفارتونه دې بېرته افغانستان ته ولېږدوي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پرون سې شنبې په خپله ټویټرپاڼه کې کښلي چې په دې ناسته کې چې د امریکا، بریتانیا، هسپانیا، جنوبي کوریا، هالنډ، ایټالیا، اسټرالیا او کاناډا د سفارتونو استازو په کې ګډون کړی و

هغه وویل، متقي د افغانستان د حکومت د وروستیو سیاسي، اقتصادي، امنیتي، ښې حکومتدارۍ، مخدره توکو پر ضد د مبارزې او د سلګونو پروژو د پیلولو په ګډون په یو شمېر برخو کې د لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل او هم یې د هغوی پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووایه.

د هغه په وینا، له دغو استازیو غوښتنه وشوه چې که غواړي د افغانستان اوسني واقعیتونه له نږدې وګوري، باید ماموریتونه یې په افغانستان کې حضور ولري.

د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، ډېرو هېوادونو خپل سفارتونه د قطر پلازمېنې دوحې ته لېږدولې، خو د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون یو شمېر نورو مهمو لوبغاړو بیا په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیستي دي.