ایران کې د هوا بې‌سارې تودېدل؛ د افغانستان سفارت دوه ورځې رخصتي اعلان کړې

په تهران کې د طالبانو په کنترول کې د افغانستان سفارت

په ایران کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو په کنټرول کې دی وايي، نن چهارشنبه او سبا به دغه سفارت هم د ایران د دولتي ادارو په څېر رخصت وي.

دغه سفارت په یوه اطلاعیه کې ویلي، دا پرېکړه په ایران کې د راروانو ورځو پر مهال د هوا د بې‌سارې تودېدو له کبله شوې ده.

د ایران حکومت هم اعلان کړی چې د خلکو د خوندیتوب لپاره د هوا د بې‌سارې تودېدو له کبله دولتي ادارې نن چهارشنبه او سبا پنجشنبه رخصت دي.

اټکل شوی چې د ایران د پلازمېنې تهران په ګډون په ځینو برخو کې به په راروانو ورځو کې د هوا تودوخه تر ۴۰ سانټي ګرادو واوړي، چې دا بې‌سارې تودوخه ګڼل شوې ده.