د هند په هاریانا کې د مسلمانانو او هندوانو تر شخړو وروسته ګرځبندیز لګېدلی

په هاریانا کې د شخړو له کبله مالي زیان هم اوښتی دی.

د هند چارواکو پرون سې شنبه په شمالي ایالت هاریانا کې د مسلمانانو او هندوانو تر شخړو وروسته ګرځبندیز ولګاوه.

پلازمېنې نوي ډیلي ته څېرمه په ګروګرام ښار کې د دوشنبې په ورځ وروسته له هغې ناکراري پیل شوه چې لومړی هندوان او مسلمانان د هندوانو د ځانګړو مذهبي مراسمو پر مهال په شخړه واوښتل.

تر دې پېښې وروسته د هاریانا په ځینو برخو کې انټرنېټي خدمات قطع شول او هلته د ملېشه ځواک په زرګونو پوځیان وګمارل شول.

د هند پرېس ټرسټ خبري اژانس راپور ورکړی چې په شخړو کې د پولیسو د دوو افسرانو په ګډون لږ تر لږه څلور کسان مړه شوي دي.

پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي، په ناکراریو کې تر شلو زیات پولیس ژوبل شوي او په لسګونو موټرو ته اور اچول شوی دی.

په ګروګرام ښار کې د هندوانو قهرجنې ډلې د مسلمانانو یوه جومات ته اور هم اچولی او یو مذهبي مشر یې وژلی دی.

پولیس وايي، ځینې حمله کوونکی نیول شوي دي.