اوچا په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو لپاره د بودیجې کمښت سره مخ ده

ارشیف: په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته اړمنې مېرمنې او ماشومان

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، د روان ۲۰۲۳ کال د پاتې میاشتو لپاره د بشري مرستو رسولو د پلان د عملي کولو لپاره د بودیجې له جدي کمښت سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د ریلییف ویبپاڼې د راپور له مخې اوچا ویلي چې د جولای میاشتې تر۳۱ پورې یې یوازې ۷۴۴ میلیون ډالره ترلاسه کړي چې دا د تېر۲۰۲۲ کال د همدې مودې د بودیجې په پرتله له نیمایي کمې پیسې دي.

هغه مهال یې ۱،۴۹ میلیارد ډالره بودیجه په لاس کې وه.

اوچا ویلي، دې ته په پام چې د درېیو کلونو پرله‌پسې وچکالۍ ته ورته شرایطو، د بې‌وزلې د زیاتوالي او د څلوېښتو کلونو جګړو په نتیجه کې د زیانونو خطر د زیاتوالي له امله بشري اړتیاوې زیاتې شوې، مخکې له دې چې ژمی پیل شي، د دې لنډ فرصت شته چې زیانګالو ته مرستې ورسول شي.

د خوړو د نړیوال پروګرام اجرایوي مرستیال او د عملیاتو مشر کارل سکاو د تېرې یکشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ویلي چې په افغانستان کې ۱۶ میلیون وګړي نه پوهېږي چې د بل وخت ډوډۍ به له کومه کوي.

د خوړو د نړیوال پروګرام دې چارواکي ویلي چې ملګري ملتونه د بودیجې د کمښت له امله مجبوره شوي چې د افغانستان په ګډون په نړۍ کې له میلیونونو خلکو سره د خوړو، نغدو پیسو او نورو برخو کې مرستې كمې کړي.