امریکايي چارواکي: طالبان دې د بشري حقونو په تړاو خپلې تګلارې بدلې کړي

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه هېواد چارواکو له طالبانو غوښتي هغه تګلارې بدلې کړي چې له کبله یې د بشري حقونو په ځانګړې توګه ښځو وضعیت بدتره شوی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، امریکایي چارواکو دغه غوښتنې د دوحې په دوه ورځنۍ ناسته کې له طالبانو کړي دي.

په دغو خبرو کې چې پرون او وړمه ورځ شوي د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ، د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د افغانستان لپاره یې شارژدافېرې کرن ډیکر د امریکایي پلاوي مشري کوله.

اعلامیه کې راغلي امریکايي پلاوي له طالبانو سره د دوحې په خبرو کې هغه موارد تشخیص کړل چې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې اعتماد رامنځته کوي، خو د دغو مواردو جزییات نه دي ورکړل شوي.

امریکايي پلاوي د نیونو، د رسنیو د ځپلو او د مذهبي ازادیو د محدولو په اړه هم ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

طالبانو ویلي چې له امریکايي پلاوي سره یې د افغانستان د اقتصاد، له تورو لېستونو څخه د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو او د افغانستان پر بانکونو د بندیزونو د لېرې کېدو په اړه خبرې کړي دي.