امریکايي چارواکي د عربستان په کوربه‌توب د اوکراین د سولې غونډه کې ګډون کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دوی حکومتي چارواکي به د سعودي عربستان په کوربه‌توب د اوکراین د سولې په غونډه کې ګډون وکړي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا د وزارت ویاند متیو مېلر پرون دوشنبه دغه خبره په یوه خبري کانفرانس کې وکړه، خو زیاته یې کړه، په دې اړه نور جزییات نه شي ورکولای.

دوه ورځې وړاندې والسټریت ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړ چې سعودي عربستان به د اوکراین د سولې په تړاو غونډې ته د لویدیځو دولتونو، اوکراین او مخ پر ودې هېوادونو مشران وروغواړي.

د اوکراین د ولسمشر د دفتر مشر اندري یېرمک تایید کړې چې سعودي به دغه غونډه په اګست کې جوړوي.

تراوسه د غونډې کره نېټه نه ده معلومه او دا څرک هم نه لګېږي چې د روسیې له خوا د کومې کچې استازې وربلل شوي دي.