​​​​​​​امریکايي استازو له طالبانو سره د اعتماد د رامنځته کولو لپاره ځینې موارد مشخص کړل

د امریکايي او طالب استازو ګډ انځور

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ټام وېست او رینا امیري په مشرۍ امریکايي پلاوي له طالبانو سره د دوحې په خبرو کې هغه موارد تشخیص کړل چې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې اعتماد رامنځته کوي.

په هغې اعلامیې کې چې د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزارت تېره شپه پر خپله ویبپاڼه خپره کړې، ویل شوي چې امریکايي پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ پلاوي سره په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د بشري بحران او د بشري مرستو د رسولو لپاره د ملګرو ملتونو او مرستندویو موسسو د ملاتړ د دوام په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

د اعلامیې پر اساس، امریکايي چارواکو له طالبانو په کلکه وغوښتل چې له خپلو هغو تګلارو لاس واخلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا خرابوي، په تېره بیا د ښځو، نجونو او زیانګالو پرګنو په برخه کې.

امریکايي پلاوي د نیونو، د رسنیو د ځپلو او د مذهبي ازادیو د محدولو په اړه هم ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

طالبانو ویلي چې له امریکايي پلاوي سره یې د افغانستان د اقتصاد، له تورو لېستونو څخه د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو او د افغانستان پر بانکونو د بندیزونو د لېرې کېدو په اړه خبرې کړي دي.