د افغانستان او پاکستان د راتلونکو سیالیو نېټې په ډاګه شوې

د افغانستان او پاکستان تر منځ د یوې مخکېنۍ لوبې انځور

د افغانستان کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د روانې اګست میاشت په وروستیو کې به له پاکستان سره درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یادې سیالۍ به د سریلانکا په دوو بیلابیلو لوبغالو کې د اګست په ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه ترسره شي.

د یادې ادارې په وینا چې د دې سیالیو کوربتوب د افغانستان کرکټ بورډ پر غاړه دی.

افغانستان تر دې وړاندې په عربي متحده اماراتو، هندوستان او قطر کې د خپلو مېلمه لوبډلو کوربتوب کړی دی، خو دا لومړی ځل دی چې په سریلانکا کې کوربتوب کوي.

کرکټ بورډ وايي: "ټاکل شوې ده چې یادې سیالۍ به د سریلانکا هېواد په دوه بېلابېلو لوبغالو کې تر سره شي. لومړۍ دوه سیالۍ به د مهالوېش له مخې په همبنټوټا او درېیمه او وروستۍ سیالۍ په کولمبو کې ترسره شي."

د یادو سیالیو په تړاو د کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف له قوله لیکل شوي، ملي لوبډلې په دې وروستیو کې په نړیواله کچه ښې لاسته راوړنې درلودې چې د بنګله‌دېش پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ ګټل یې څرګند مثال دی.

اشرف زیاته کړې: "له اسیا جام او نړیوال جام مخکې افغان لوبډله هغه لوبډله ده چې په اسیایي کنډېشن کې یې تر ټولو زیاتې لوبې کړي دي. لومړی یې سریلانکا سره په سریلانکا کې، بیا بنګله‌دېش سره په بنګله دېش کې او اوس د پاکستان سره په سریلانکا کې لوبېږي، هیله لرم چې دا لوبې به را روانو لویو لوبلړيو کې زموږ د لوبډلې په چمتووالي کې مهم رول ولوبوي."

د ویلو ده چې افغانستان به د لومړي ځل لپاره د پاکستان پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړي.