قزاقستان د افغانستان له لارې پاکستان سره سوداګري غواړي

د تورخم لاره

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د سوداګري اړیکو په پراخولو د افغانستان له لارې له پاکستان سره سوداګري راکړه ورکړه وکړي.

د قزافستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر قناعت تومیاش پرون دوشنبه په استانې کې وویل، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګري اړیکو پیاوړتیا به مرسته وکړي چې د دوی لپاره د پاکستان بازارونو ته د ټرانسپورټ او لوژستیک لارې پرانیستل شي.

د منځنۍ اسیا هېوادونه سره له دې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د همکارۍ د پراختیا هڅه کوي.

په وروستیو ورځو کې د ازبکستان، پاکستان او طالبانو چارواکو د ازبکستان او پاکستان د ریللارو د وصلېدو لپاره په افغانستان کې د ریللار د جوړېدو په اړه موافقه وکړه.