د امریکايي او طالب استازو لیدنه؛ لا هم جزییات رسنیز شوي نه دي

د امریکايي استازو او طالبانو ګډ انځور

ټاکل شوې وه، چې د امریکا د متحدو ایالتونو او طالبانو هیئتونه پرون یکشنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره وګوري، خو یوه لوري هم د پرونۍ کتنې د جزییاتو په باب څه نه دي ویلي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د شنبې ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو هیئت به په دې دوه ورځنۍ کتنه کې له امریکايي لوري سره د طالبانو پر چارواکو د بندیزونو د لیرې کېدو، په افغانستان کې د اقتصادي ثبات، اعتماد جوړونې او نورو موضوعاتو په باب خبرې وکړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ ویلي وو چې د افغانانو بشردوستانه ملاتړ، اقتصادي ثبات، د ښځو او نجونو په ګډون له ټولو افغانانو سره منصفانه او باوقاره چلند، امنیتي موضوعات او د مخدره موادو د تولید او قاچاق په وړاندې مبارزه به په بحثونو کې شامل موارد وي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د طالبانو حکومت د یوه هیئت په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره د خبرو لپاره د شنبې په ورځ دوحې ته لاړ.

د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی ټام وېسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د امریکايي هیئت مشري کوي.