عبدالله بن زید النهیان: امارات په بېلابېلو برخو کې د افغانستان ملاتړ کوي

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زید النهیان

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې په مختلفو برخو کې د افغانستان کلک ملاتړ کوي.

د ګلف ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې شیخ عبدالله بن زید النهیان دغه څرګندونې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې له همغږه کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره په وروستي کتنه کې کړې ده.

د راپور له مخې په دغه غونډه کې چې په ابوظبي کې ترسره شوې او نېټه یې نه ده مشخصه شوې، دواړو لورو په ټوله کې د افغانستان پر وضعیت او په دې اړه چې متحده امارات او ملګرو ملتونه په دې برخه کې چې په راتلونکې په څه ډول همکاري کولای شي، خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د هغو ستونزو د هواري لپاره چې افغانان په تېره افغان ښځې ورسره مخامخې دي، د نړیوالې ټولنې د همکارۍ پیاوړتیا مهمه وبلل شوه او ټینګار وشو چې د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو د هڅو باید ملاتړ وشي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک له مخې د افغانستان د وضعیت د ارزونې په اړه د ملګرو ملتونو همغږه کونکی به خپل راپورد روان میلادي کال د نومبر میاشتې ترپایه بشپړ کړي.