فراز: د کتاب ژباړه، د کتاب د لیکلو په څېر مهمه ده  

د یو شمېر پښتو کتابونو تصویر

نن د ژباړې پر ارزښت، لارو چارو او تخنیکي اړخ د ازادۍ مېلمه پروګرام کې له ځوان ژباړن او لیکوال جبار فراز سره خبرې شوې دي.

په نوره نړۍ کې هم ژباړه یوه مهمه چاره ده، چې بېلابېلې اتحادیې یا هم خپله حکومتونه ورته کار کوي او تکړه ژباړونکو ته کتابونه د ژباړې لپاره ورکوي بیا یې په لوړ تیراژ خپروي.

په افغانستان کې ګڼ کسان په خپلو شخصي هڅو کتابونه ژباړي او بیا یې په خپلو هڅو خپروي.

زموږ همکار صالح محمد صالح د بحث په پيل کې له جبار فراز پوښتنه کړې، چې ژباړه ولې مهمه ده؟

دا بحث د دې لېنک له کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له جبار فراز سره مرکه