د امریکا د متحدو ایالتونو پلاوی نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو حکومت له چارواکو سره خپلې دوه ورځنۍ خبرې پیلوي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین بېګا له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: " دوی به د جولای پر دېرشمه په دوحه کې له امریکايي پلاوي سره د تور لېست، د افغانستان د اقتصادي ثبات، د اعتماد جوړونې د اقداماتو او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړي.دا غونډې به دوه ورځې دوام ولري."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امریکايي پلاوی به د ښځو د حقونو، امنیت، اقتصاد او د نشه یي توکیو پرضد مبارزه کې د هڅو په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي.
په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د واشنګټن له لوري او د طالبانو د بهرنیوچارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی به د طالبانو په استازولۍ ګډون وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي، له طالبانو سره د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړو استازو لیدنه د طالبانو پر وړاندې د امریکا په سیاست کې د بدلون نښه نه ده.