بېنېټ: له ۱۲۵ ورځو راهیسې د ویسا بې دلیله بندي ساتل غیر عادلانه ده

د تعلیمي هڅو فعال او د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا، د بندي کیدو یې ۱۲۵ ورځې شوې دي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې د تعلیمي هڅو مخکښ فعال او د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا ازاد کړي.

ښاغلي بېنېټ نن (د زمري میاشتې پر اتمه) پر خپل ټوېټر لیکلي، چې مطیع الله ویسا له ۱۲۵ ورځو راهېسې بې له کومه تور څخه په زندان کې ساتل شوی او د نوموړي په باور دا خپلسرې او غیرعادلانه کړنه ده.

دیارلس ورځې وړاندې د قلم لار ټولنې غړو هم په یوې اعلامیې کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي و چې د مطیع الله ویسا برخلیک معلوم کړي.

د طالبانو حکومت تر دې دمه د ښاغلي ویسا د ازادېدو غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا چې د زده کړو په برخه کې یې فعالېت کاوه، څلور میاشتې مخکې د طالبانو حکومت له لوري د دوی په وینا د خپلسرو او مشکوکو کړنو په تور ونیول وشو.

د ښاغلي ویسا همکاران بیا وايي، چې نوموړي هېڅ راز سیاسي او خپلسري کړنې نه دي کړي او یوازې یې د زده کړو په برخه کې ښکاره فعالېتونه درلودل.

د مطیع الله ویسا له نیول کېدو وروسته له پراخو غبرګونونو سره هم طالبانو لا تر اوسه نوموړی له زندانه نه دی ازاد کړی.