ډېلي مېل :
د برېتانیا ډېلي مېل ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې د ملګرو ملتونو د یوه لوړ پوړي چارواکي په وینا لیکلي، چې په نړۍ کې بشري اړتیاوې اوج ته رسېدلي او دا ستونزه په پراخېدو ده.
د لیکوال په باور له دې سره د اړتیاوو د تامین لپاره مرستې هم کمېږي، چې افغانستان به یې یو لوی قرباني وي.
ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د اجرائیه ریس د مرستیال او عملیاتي مشر، کارل سکاو (Carl Skau) په وینا لیکلي چې ویلي یې دي، دغه بشري بحران د دې سبب شوی، چې د خوړو نړیوال پروګرام په مارچ میاشت کې له افغانانو سره چې له لوږې سره مخامخ دي او ۷۵ فیصده یې مرستو ته اړ دي، د خوراکي موادو مرستې ۵۰ فیصده کمې کړي.
د هغه په وینا، مخکې د خوراکي توکو دغه مرستې هغو کسانو ترلاسه کولې، چې د لوږې له بحرانه کړېدل او اوس دا مرسته له هغو کسانو سره کېږي، چې د لوږې له کبله د مرګ له خطر سره مخامخ دي.
د خوړو نړیوال پروګرام د دغه چارواکي سکاو په وینا، د خوراکي توکو مرسته د روان بحران حل لار نه ده او دوی د نورو مرستو لپاره نړۍ ته درخواست وړاندې کړی دی.
په همدې حال کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف د شنبې په ورځ په خپل تازه راپور کې ویلي، د روان ۲۰۲۳ کال په جنوري میاشت کې مرستو ته د اړو کسانو شمېر اته ویشت اعشاریه ۳ ملیونه و، خو په مې میاشت کې دا شمېر ۲۹ اعشاریه ۲ ملیون کسانو ته زیات شوی دی.
د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍادارې یا اوچا تېره میاشت وویل چې ملګرو ملتونو سږکال د افغانستان لپاره مرستې ۳ ملیارده او ۲۰۰ زره ډالرو ته راکمې کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس پر اساس، تېر کال د افغانستان لپاره د ملګروملتو د مرستو اندازه ۴ میلیارده او ۶۰۰ زره ډالره وه.
بزنس سټندرډ :
له هنده خپرېدونکې ورځپاڼې بزنس سټنډرډ بیا په خپله تازه ګڼه کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونیسف تازه راپور ته اشاره کړې، چې ویلي یې دي، څه کم دوه کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته په افغانستان کې بشري وضعیت ډېر خراب شو او اقتصادي بحران د دې سبب شوی چې ۶۴ فیصده زیانګالي وګړي خپلې اساسي اړتیاوې پوره نه کړای شي.
بزنس سټندرډ زیاتوي، په افغانستان کې د بشري وضعیت په خرابۍ کې سېلابونه، سخت ژمی، د اقتصادي او سیاسي ثبات نه موجودیت او د خلکو بېځایه کېدل رول لري.
اوټلوک انډیا :
د هند بلې ورځپاڼې اوټلوک انډیا بیا د هغه افغان پر برخلیک لیکنه خپره کړې، چې څو کاله مخکې د لوړو زده کړو لپاره هند ته تللی، خو اوس یې زړه په وطن پسې تپېږي.
دغه افغان چې منتظري نومېږي، خپله کیسه له هغې ورځې پیل کړې، چې د کابل له هوايي ډګره په الوتکه کې روان شو، دی وايي په هغه ورځ یې داسې احساس وکړ چې زړه ورڅخه پاتې شوی او خپله له خپل هېواده وځي.
منتظري له اټلوک انډیا ورځپاڼې سره په خبرو کې د تحصیل د دورې، د لیلیې د شپو، د درسونو د ورځو، د هند د غرونو لمنو ته د تګ او د منظرو د لیدو، مېنېدو او د مینې له لاسه ورکولو، د تحصیلاتو د بشپړېدو او پر افغانستان د طالبانو د ولکې د بیا ټینګولو په باب خبرې کړې دي.
هغه ورځپاڼې ته ویلي، په افغانستان کې یې له خپلې مور سره خبرې کړي او غواړي خپل هېواد ته ستون شي، خو مور یې ورته وايي چې اوس افغانستان ته د ستنېدو مناسب وخت نه دی.
د لیکوال په وینا، منتظري چې یو هزاره دی، وايي یو کال کېږي په زړه کې یې اورونه بل دي او ښايي افغانستان ته تګ وکړای شي د ده دغه خپګان لیرې کړي.
هغه په نهایت کې ویلي، دا مهمه نه ده چې هېواد ته ستنېدل کومه معنی لري که نه؟ خو یوه ورځ به خپل هېواد ته ستون شي او هغه وخت به د ژوند په واقعي معنی وپوهېږي.