یونیسف: تر ۲۹ میلیون زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

له افغانستان سره د یونیسف د مرستو یوه څنډه - ارشیف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق( یونیسف) په خپل نوي راپور کې ویلي، چې روان میلادي کال نهه ویشت میلیونه او دوه لکه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د یونیسف د اټکل له مخې، تر مني پورې به تر پنځلس میلیون ډېر افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا پیدا کړي.

د یونیسف په باور، د ښځو د کار مخنیوی پرته له شکه چې د موسسو د مرستو پر رسولو منفي اغېز کوي.

یونیسف وایي سږکال له افغانانو سره د مرستې لپاره یو اعشاریه پنځه څلویښت میلیارډه ډالرو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.