تونس: ۹۰۰ پناه غوښتونکي مو روان میلادي کال په سمندري سواحلو کې غرق شوي

یو شمېر پناه غوښتونکي، چې په خطرناکه کښتۍ کې د اروپا او امریکا پر لور درومي - ارشیف

د تونس حکومت وايي، تر ۹۰۰ ډېر پناه غوښتونکي چې غوښتل یې ځان اروپا ته ورسوي، د روان کال له پیله تراوسه پورې د دغه هېواد د سمندرغاړو کې ډوب شوي دي.

د تونس د کورنیو چارو وزارت پرون وویل، د جولای تر شلمې پورې په مدیترانې سمندرګي کې ۹۰۱ مړي موندل شوي دي.

دا افریقايي هېواد اروپا ته د رسېدو لپاره د غیرقانوني پناه غوښتونکو د ترانزیت په لویې لارې بدل شوی دی.

د تونس اسفاکس ښار د ایټالیا له لامپدوسا ټاپو سره شاوخوا ۱۳۰ کیلومتره واټن لري.