کاناډا ۳۰۰ نور افغان کډوال خپلې خاورې ته ولېږدول

یو شمېر افغان پناه غوښتونکي، چې کاناډا لېږدولي - تصویر: ارشیف

کاناډا وايي، دغه هیواد ته د سلګونو نورو افغان پناه غوښتونکو له رسېدو سره د ۲۰۲۱ له اګسټ څخه تراوسه پورې دغه هېواد ته د ورغلیو افغانانو شمېر ۳۵ زرو ته ورسېد.

د کاناډا د کډوالو او تابعیت وزارت ویلي، د چهارشنبې په ورځ ۳۴۳ افغانان ټورنټو ښار ته ورسېدل.

دغه وزارت ویلي، هڅه کوي چې د روان میلادي کال تر پایه په کاناډا کې لږترلږه ۴۰ زره افغانان ځای پر ځای شي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د امریکا، برېتانیا او جرمني ترڅنګ کاناډا لسګونه زره افغانانو ته پناه ورکړې ده.