کرزي د پکتیکا پر برمل د پاکستاني پوځیانو توغندیز بریدونه غندلي

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ د پاکستاني پوځیانو توغندیز بریدونه غندلي دي.

کرزي نن پر خپل ټویټر لیکلي، دا برید د افغانستان پر خاور د پاکستان له لوري ښکاره تېری او د ټولو نړیوالو اصولو خلاف کار دی.

هغه په دې ټویټ کې له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې خپل سیاست بدل کړي او د افراطیت‌پالنې پر ځای دی له افغانستان سره ښه اړیکې وپالي.

تر دې مخکې د جولای په ۲۵مه یو وریفای شوی ټویټر اکونټ چې ادعا کوي د پاکستان د دفاع او ملي امنیت خبرونه خپروي، ویلي وو چې د پاکستان پوځ د افغانستان پولې ته څېرمه د ترهګرو پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

په تویټ کې راغلي، په دې بریدونو کې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي هغه مرکزونه هم په نښه شوي چې د پاکستان پر ضد يې ترهګریز بریدونه پلان کول.

په ټویټ کې زیاته شوې چې دا عملیات پای رسېدلی او چاته په کې زیان نه دی رسېدلی.

یو شمېر نورو پاکستاني رسنیو هم ورته راپورونه ورکړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د برمل پر ولسوالۍ د پاکستاني پوځیانو له خوا د کوم برید پخلی نه دی کړی.

پاکساني پوځ هم په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

تېر کال په اپرېل میاشت کې هم پاکستاني هوايي ځواکونو په خوست کې د وزیرستاني کډوالو پر کمپ بمباري کړې وه چې په کې مرګژوبله هم اوښتې وه.

افغانستان کې د طالبانو حکومت هغه مهال دا برید غندلی و.

پر برمل ولسوالۍ د پاکستان د راکټي بریدونو خبرونه داسې مهال خپرېږي چې په وروستیو کې پاکستاني ملکي او پوځي چارواکو په وار وار تور پوری کړی چې ګوندې پاکستاني طالبان په افغانستان کې له پټنځایونو په ګټې پاکستان کې بریدونه کوي، خو افغانستان کې د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي دي.