کرکټ؛ د افغانستان ملي لوبډلې تمریناتي کمپ پیل شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو لوبغاړی د تمرین پر مهال

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تمریناتي کمپ د ګڼو ملي او کورنیو لوبغاړو په شتون کې پیل شو.

د افغان کرکټ بورډ د خبر له مخې، دغه تمریناتي کمپ یې په کابل کې پیل کړی دی.

کرکټ بورډ ویلي، تېره ورځ د کمپ لومړۍ ورځ وه او دوه اونۍ به دوام وکړي.

په خبر کې ویل شوي چې د دې تمریناتي کمپ پر مهال به د لوبغاړو د توپوهنې، توپ اچونې، ډګر ساتنې او فزیکي تکړښت د مهارتونو پر لوړولو کار وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي لوبډلې ګڼ شمېر لوبغاړي اوسمهال په بېلابېلو سوداګریزو لیګونو کې سیالۍ کوي.

د ویلو ده چې افغانستان به په راتلونکي اګست میاشت کې د پاکستان پر وړاندې درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.