د افغانانو ملاتړ لپاره د امریکا کانګرس ته یو ګډ پرېکړه لیک وړاندې شوی

د امریکا کانګرس

د امریکا د استازو جرګې یو شمېر غړو د افغانستان د خلکو د ملاتړ په هدف د دوو ګوندونو یو ګډ پرېکړه لیک کانګرس ته وړاندې کړی دی.

په افغانستان کې پخواني امریکایي پوځي جیسون کرو او د استازو جرګې یوه غړي نن پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې دا پریکړه لیک د افغانانو په ځانګړې توګه د هغو د ملاتړ لپاره ده چې د امریکا له ماموریت سره یې مرسته کړې ده.

د نوموړي په خبره، په پرېکړه لیک کې د طالبانو د حکومت له خوا د افغان نجونو او ښځو او دغه راز قومي او مذهبي اقلیتونو د ځورولو څېړل هم شامل دي.

دغه پرېکړه لیک د امریکا بهرنیو چارو وزیر او په ټوله کې د امریکا د متحده ایالتونو حکومت هڅوي چې له خپلو متحدانو سره په ګډه د طالبانو له خوا د بشري حقونو د نقض مخنیوي ته اوږدمهاله تګلاره جوړه او طالبانو سره حساب کتاب وکړي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو نه منعه کړي، ښځې یې د ملګرو ملتونو په ګډون کورنیو او نړیوالو موسسو کې له کاره راګرځولي او تازه یې د ښځو ۱۲ سوه سینګارتونونه تړلي دي.