د روسیې ولسمشر د ځینو افریقایي هېوادونو له مشرانو سره ګوري

د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او چپ لور ته د ایتوپيا صدراعظم ابي احمد سره د روغبړ پر مهال

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین نن داسې مهال د ځینو افریقایي هېوادونو له مشرانو سره ګوري چې دغه هېوادونه د اوکراین د غلو د صادراتو د هوکړې د نه تمدید له کبله ناوړه عواقبو ته چمتووالی نیسي.

د پوتین او افریقایي مشرانو دغه لیده کاته د روسیې د ولسمشر په پلرني ټاټوبي سن پټرزبرګ کې ترسره کېږي.

له کله چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل کړی، ولسمشر ولادمیر پوتین په نړیوال ډګر کې منزوي شوی، خو هغه لا هم ځینو افریقایي هېوادونو کې ملاتړي لري.

ټاکل شوې چې د افریقایي هېوادونو ۱۷ مشران له هغې ډلې د جنوبي افریقا ولسشمر سیریل رامافوزا نن او سبا په سان پترزبورګ کې د روسیې- افریقا په غونډه کې ګډون وکړي.