ایران د طالبانو حکومت ته ۳۲ افغان زندانیان سپارلي

په هرات کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي پولې یوه څنډه

د ایران حکومت هغه ۳۲ افغان زندانیان چې د اسنادو د نه درلودلو له کبله یې زنداني کړي و، خوشې او د افغانستان لوري ته سپارلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پرون چهارشنبه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دغو زنداني شویو کسانو کې چې په نیمروز کې دوی ته سپارل شوي ماشومان هم شامل دي.

تر دې وړاندې هم ایران لسګونه ورته زندانیان خلاص او افغانستان ته لېږلي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ راهیسې له دغه هېواده د کډوالو څپه ګړندۍ شوې او ډېر شمېر کې ایران او پاکستان ته تللي دي.

له دغو کډوالو سره وخت ناوخت د ایران او پاکستان د پولیسو له خوا د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي دي.