د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د شدید باران د ورېدو خبرداری ورکړل شوی

ارشیف: په پروان کې د باران ورېدو یو انځور

د افغانستان د هوا پېژندنې ملي ادارې نن او سبا هم د افغانستان په نږدې نیمایي ولایتونو کې د شدید باران د ورېدو خبرداری ورکړی دی.

دغې ادارې ویلي چې په ګڼو مرکزي، شمالي، ختیځو او یو شمېر جنوبي ولایتونو کې ممکن تندریز باران وشي چې کچه یې ممکن تر دېرش ملي مترو پورې ورسېږي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې وروستیو سېلابونو ۴۸ کسان مړه کړي او ۵۸ نور یې ټپيان کړي دي.

دغو سېلابونو سلګونه څاروي تلف کړي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه یې ویجاړ کړي دي.