لسګونه فعالانو په تبعید کې د افغان نجونو د فوټبال لوبډلې رسمیت پېژندل غوښتي

د راپورونو له مخې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړې تر ډېره اسټرالیا او نورو هېوادونو ته تللي دي.

د نجونو د تعلیم فعالې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ او شاوخوا سلو نورو فعالانو له فیفا غوښتي چې د افغان نجونو د فوټبال لوبډله چې په تبعید کې ده په رسمیت وپېژني.

ګارډین او یو شمېر سپورټي ویبپاڼو لیکلي چې د اروپا او اسټرالیا د پارلمان یو شمېر ښځینه غړې او فعالانې په دې کمپاین کې برخه لري.

دوی په یوه لیک کې له فیفا یا د فوټبال له نړیوال فدراسیون نه غوښتنه کړې چې پر افغان ښځینه فوټبالرانو بندیزونه لرې او په ازادنه توګه د فعالیت اجازه ورکړي.

د راپورونو له مخې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړې تر ډېره اسټرالیا او نورو هېوادونو ته تللي دي.

معلومه نه ده چې فیفا او په افغانستان کې دننه د فوټبال فدراسیون به دغې غوښتنې ته څنګه او په کومو شرایطو ځواب ورکړي.