په میدان وردګو کې د سېلابونو له کبله د مړو شویو کسانو فاتحه واخیستل شوه

په میدان وردګو کې د وروستیو سېلابونو له کبله د یوه ویجاړ شوي کور انځور

د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د هغو ۲۳ کسانو د فاتحې مراسم پرون ترسره شول چې د وروستیو سېلابونو په پایله کې مړه شوي.

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې دا کسان د جلریز ولسوالۍ د تکانې کلي اوسېدونکي او د یوې کورنۍ غړي وو، چې د زمري د لومړۍ نېټې په نیمه شپه سېلابونو یووړل.

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې پرون اټکل وکړ چې د میدان وردګو په ګډون د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې به سخت اورښتونه وشي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت ویلي دي چې د وروستیو سېلابونو له کبله د هېواد په لسو ولایتونو کې د مړو شمېر ۴۱ کسانو ته رسېدلی دی.