اروپايي ټولنه: افغانستان د طبیعي افتونو له کبله ډېر زیانونه ګالي

په پروان کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ افغانستان له تر ټولو زیانګالو هېوادونو بللی، چې د سېلابونو او وچکالۍ په څېر د طبیعي افتونو له کبله ډېر زیانونه ګالي.

دغې ادارې پرون په خپل ټویټر کې خبر ورکړی، چې په بدخشان کې د اروپايي ټولنې په مالي لګښت یو استنادي دېوال جوړ شوی، چې له سېلابونو د افغانانو او د هغوی د معیشت په خوندي کولو کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د هواپېژندنې ادارې پرون د څلورویشتو ساعتونو لپاره د افغانستان په ختیځ، مرکزي او جنوب ختیځو برخو کې د سختو اورښتونو دغه راز تالندې او برښنا اټکل کړی دی.

نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشېر، ننگرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، غزني، میدان وردګ، بامیان، غور، پکتیکا، زابل، ډایکنډي، ارزگان، هلمند، کندهار او فراه هغه ولایتونه دي، چې د سختو اورښتونو اټکل په کې شوی دی.

د پېښو په وړاندې د مبارزې لپاره د طالبانو د دولت وزارت وايي، د وروستیو سېلابونو له امله د افغانستان په ۱۰ ولایتونو د مړو شمېر ۴۱ کسانو ته رسېدلی دی.