عرفان الله بیدار او حسیب احراري د طالبانو له بنده خوشې شول

په ننګرهار کې د صفا راډیو خبریال عرفان الله بیدار- هغه د طالبانو له لوري بندي شوی و، چې نن بېرته پرېښودل شو.

د طالبانو حکومت دوه افغان خبریالان او مدني فعالان، چې په وروستیو اوونیو کې یې بندیان کړي وو، له بنده خوشې کړل.

په کابل کې د نیول شوي لیکوال او انځور ګر حسیب احراري او په ننګرهار کې د صفا راډیو د خبریال عرفان الله بیدار د کورنیو غړو ازادي راډیو ته تایید کړې، چې دوی دواړه د طالبانو له زندانه خوشې شوي دي.

حسیب احراري، له ۵۴ ورځو راهیسې د طالبانو په زندان کې و، خو عرفان الله بیدار تېره اونۍ نیول شوی و.

حسیب الله احراري

طالبانو تراوسه د دغو دوو تنو د خوشې کیدو په اړه څه نه دي ویلي.

دا دوه فرهنګي څېرې په داسې مهال د طالبانو له زندانه خوشې کیږي، چې لا هم یو شمېر افغان خبریالان او فعالان د دوی په زندانونو کې بندیان دي.

په دې برخه کې د زده کړو د برخې فعال مطیع الله ویسا او افغاني الاصله فرانسوی خبریال مرتضی بهبود د یادونې وړ دي.

د ملګرو ملتونو سازمان او د بشري حقونو بېلابېلو نړیوالو بنسټونو په ځلونو، د دغو بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې، خو طالبانو لا مثبت ځواب نه دی ورکړی.