په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۱ ته رسېدلی

په میدان وردګ کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

پېښو ته رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وايي، د وروستیو سېلابونو له امله د افغانستان په ۱۰ ولایتونو د مړو شویو شمېر ۴۱ کسانو ته رسېدلی دی.

د دې وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي نن ازادي راډیو ته رالېږلي پیغام کې ویلي، د چنګاښ له ۲۹مې تر ننه په میدان وردک، کابل، غزني، کونړ، پکتیا، خوست، ننګرهار، پکتیکا، هلمند او نورستان کې د سېلابونو د راوتو په پېښو کې ۵۷ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

د رحیمي په خبره، د راوتلو سېلابونو له امله ۲۹۰ کورونه نړېدلي، ۴۵۶ څاروي تلف شوي او له ۷ زره جریبه زیاته کرنیزه ځمکه او حاصل‌خیزه باغونه هم تخریب شوي دي.

پېښو ته رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت سېلاب ځپلو ته سیمو ته د مرستو رسولو خبر هم ورکوي او تر خوا یې له نړیوالو او کورنیو مرستندویه موسسو د سېلاب ځپلو د لاسنیوي غوښتنه هم کړې.

دا په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن هم د افغانستان په ۲۱ ولایتونو د بارانونو او سېلابونو راوتو خبرداری ورکړی دی.