آصف دراني له سینیرلي اوغلو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف علي دراني

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف علي دراني وايي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره یې د افغانستان په اړه خبرې کړي.

دراني پر خپل ټویتر لیکلي چې په دې خبرو کې د طالبانو د رژیم د رسمیت پېژندنې، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د پټنځایونو د ادعاوو او نورو مسایلو په اړه خبرې وشوې.

سینیرلي اوغلو په عین حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې حنارباني کر سره هم د افغانستان پر مسایلو خبرې کړي.