بلېنکن له آل ثاني او بوټو سره د افغانستان پر مسایلو خبرې کړي

د متحدوایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د متحدوایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د قطر له صدراعظم او د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان پر مسایلو خبرې کړي.

د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمدبن عبدالرحمن آل ثاني په یو بیان کې چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت پر ټویټر خپور شوی ویلي چې ښاغلي آل ثاني له انټوني بلېنکن سره په پرونیو ټلفوني خبرو کې پر دوه اړخیزو مسایلو سربېره د افغانستان د روان وضعیت او د افغانانو د ملاتړ پر لارو چارو خبرې وکړې.

په عین حال کې بلېنکن پر خپل ټویټر لیکلي چې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره په ټلفوني خبرو کې یې د افغانستان او نورو ګډو سیمه ییزو اندېښنو په اړه خبرې کړي.

بلېنکن نه دي ویلي چې دا اندېښنې کومې دي، خو له دې مخکې اسلام آباد د طالبانو پر حکومت تور لګولی چې پاکستاني طالبانو او نورو تروریستي ډلو ته یې پنا ورکړې.

طالبانو دا تورونه رد کړي او وايي چې له افغانستانه هېڅ چاته ګواښ نه پېښېږي.