امریکا د مالي پر درېیو چارواکو بندیزونه لګولي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د مالي هېواد پر درېیو چارواکو یې بندیزونه لګولي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغو چارواکو د روسیې د اجیرو جنګیالیو له ډلې واګنر سره اړیکې درلودې او د ۲۰۲۱ کال دسمبر میاشته کې یې په مالي کې د دغو جنګیالیو حضور ته زمینه برابره کړه.

په هغو چارواکو کې چې بندیزونه پرې لګېدلي، د مالي د دفاع وزیر سادیو کامارا، د هوایي ځواکونو د یوه قومندان آلوبوی دیارا او د هغه د مرستیال آداما باګایوکو نومونه راغلي دي.

مالي د افریقا په جنوب کې پروت هېواد دی چې د امریکایي چارواکو په وینا، دغلته د واګنر جنګیالیو له ځای پر ځای کېدو وروسته ملکي مرګژوبله ۲۷۸ فیصده زیاته شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغلته اکثره ملکیان د هغو عملیاتو په پایله کې وژل شوي چې د مالي وسله‌والو ځواکونو او واګنر له خوا په ګډه شوي دي.