ترکیې په ۶ میاشتو کې ۱۵ زره افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي

ترکيه کې يو شمېر افغان کډوال، انځور - ارشيف

ترکیې په ۶ میاشتو کې ۱۵ زره افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.

په ترکیه کې د افغان کډوالو د ملاتړ ټولنې پرون دوشنبه وویل چې په دغه هېواد کې ۳ سوه زره افغانان رسماً ثبت شوي چې اکثره د لنډې مودې لپاره دغه هیواد ته تللي دي خو د هغوی په منځ کې ۴۸ زره د اوږدې مودې د اقامت اسناد لري.

د دې ټولنې د معلوماتو پر اساس د ترکیې حکومت د روان میلادي کال له پیله د جون تر ۲۲ پورې ۱۵ زره افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرزېدو وروسته ترکیې ته د افغانانو تګ زیات شو. ډېری افغانان د ایران له خاورې په خطرناکو لارو ترکیې ته اوړي.