د ترکیې یوې موسسې په افغانستان کې د تعلیمي چارو لپاره سټډیوګانې جوړې کړي

د افغانستان د تعلیمي چارو لپاره د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ له لوري جوړه شوې یوه سټډیو

د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ موسسې د معراج په نوم په افغانستان کې د تعلیمي چارو لپاره دوې سټډیوګانې جوړې کړي دي.

د ترکي رسنیو د راپور له مخې، معراج تلوېزیون د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې په ملاتړ په افغانستان کې تعلیمي او کلتوري پروګرامونه خپروي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو محرومې شوي، له همدې امله بېلابېلو رسنیو هڅه کړې چې د انټرنېټ یا راډیو له لارې له زده کړو پاتې نجونو ته د زده کړو پروګرامونه جوړ کړي.

د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ موسسې هم دې ټکي ته په اشارې ویلي، د دې لپاره چې د افغانستان د وګړو لویه برخه لیک لوست نه شي کولی او له بلې خوا په ډېرو سیمو کې د زده کړو امکانات نه شته، دوې سټډیوګانې یې جوړې کړې چې له لېرې د زده کړو د اړتیا له پوره کولو سره مرسته وشي.