ګوتېریش: روسیه دې د اوکراین د غلې د صادراتو تړون بیا وغځوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش نن له روسیې وغوښتل چې د اوکراین د غلې د صادراتو تړون بیا وغځوي.

د ملګروملتونو او ترکیې په منځګړتوب دا تړون د تور سمندرګي له لارې نورې نړۍ ته د اوکراین د غلې دانې صادراتو ته اجازه ورکوي.

ګوتېریش چې په روم کې د خوړو د صادراتو د سیسټم په درې ورځنۍ سرمشریزه کې خبرې کولې وویل:د دې موافقې د لغو کېدو معنا دا ده چې د لوړو بیو تاوان به تر ټولو زیانګالي خلک پرې کوي. سرمنشي زیاته کړه، د غنمو او جوارو بیې لا له اوسه په لوړېدو دي.

ګوتېریش دا څرګندونې څوساعته وروسته له هغه وکړې چې روسیې په دانیوب سیند کې د غلې د صادراتو پر یوه مهمه لاره برید وکړ.