چارواکي: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۰۰ کسان مړه او ټپیان کړي

په میدان وردګ کې د وروستیو سېلابونو له امله د یوه ویجاړ شوي کور انځور

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وايي، د وروستیو سېلابونو له کبله په ټول افغانستان کې نږدې سل کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د دې وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي نن په یو ویډیويي پیغام کې وویل، دا مرګژوبله او مالي زیانونه د چنګاښ له ۲۹مې څخه د زمري تر دویمې پورې د هېواد په اتو ولایتونو کې اوښتي دي.

رحیمي وايي: "د هېواد په اتو ولایتونو- میدان وردګو، کابل، خوست، پکتیا، ننګرهار، کونړ، نورستان او غزني کې اته دېرش کسان شهیدان، ۵۷ تنه ټپیان او دوه تنه نور تري تم دي. له ۹۰۰ زیات کورونه یا پوره یا نیم ویجاړ شوي، ۴۵۶ څاروي او د څه باندې اوه زره جریبه ځمکو او باغونو حاصلات له منځه تللي دي."

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت پرون ویلي وو چې د تازه راوتلو سېلابونو زیانونه نه جبرانېدونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هواپېژندنې ادارې د زمري له لومړۍ تر درېیمې نېټې پورې د کابل او هلمند د سیندیزې حوزې په سیمو کې د درنو ورښتونو او سېلابونو اټکل کړی و.