بلېنکن: په اوکراین کې تر نیمايي زیاتې نیول شوې ځمکې بېرته ازادې شوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، په اوکراین د روسیې له یرغل څخه له څه باندې ۵۰۰ ورځو تېرېدو وروسته دغه هېواد تر نیمايي زیاتې نیول شوې ځمکې بېرته ازادې کړې دي.

انټوني بلېنکن د یکشنبې په ورځ 'سي این این' ته وویل چې کییف د روسیې څخه د خپلو ټولو اشغالي شویو سیمو د آزادولو لپاره سخته جګړه په مخ کې لري.

هغه د اوکرایني ځواکونو له خوا د نوي ځوابي برید د پیل په اړه وویل: "لا هم لومړنۍ ورځې دي او موږ باید پایلو ته انتظار وباسو."

بلېنکن وویل چې نتیجه به په دوو اونیو کې معلومه نه شي او یو څو میاشتې انتظار وایستل شي.

د امریکا دفاع وزارت په دې وروستیو کې اوکراین ته د یو اعشاریه درې میلیارده ډالرو په ارزښت د هوايي دفاعي تجهیزاتو په ګډون د پوځي مرستو یوه نوې بسته اعلان کړه.