د سوډان د جګړې سلمه ورځ؛ ۲۰ ملکیان تازه وژل شوي

د سوډان جګړې تر ۳ میلیونو پورې خلک بې کوره کړي هم دي

په سوډان کې هغه جګړه چې په پلازمېنه خرطوم کې د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ پیل شوې وه، سلو ورځو ته ورسېده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په دې جګړه کې پلازمېنه خرطوم ویجاړ شوی، په ډارفور کې د قومي تاوتریخوالي زیاتېدو او د څه باندې درېیو ملیونو کسانو د بېځایه کېدو سبب شوې ده.

بلخوا د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې پرون شنبه په ډارفور کې د استوګنې پر ساحو د توغوندیو په حمله کې لږ تر لږه ۲۰ ملکیان وژل شوي دي.

د ډاکټرانو اتحادیې ویلي د شمالي کوردفان ولایت په مرکز العبیض کې د جمعې پر سهار د څلورو روغتونونو پر شا و خوا توغندي لګېدلي او ۴ تنه ملکیان یې وژلي او ۴۵ نور ټپیان کړي دي.

بلخوا په جنوبي ډارفور کې د مدافع وکیلانو اتحادیې ویلي د توغندي په یوه حمله کې ۱۶ ملکیان وژل شوي دي.

په سوډان کې روانه جګړه د اپرېل میاشتې پر ۱۵مه پیل شوه چې تر اوسه یې په نتیجه کې د فرانسې خبري اژانس په وینا، لږ تر لږه ۳۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

که څه هم د اوربند څو موافقې شوې دي، خو د راپورونو له مخې په بشپړ ډول نه دي رعایت شوي او جګړې دوام لري.