پروان: یوه ځوان، ځان وژنه کړې ده

د پروان ولایت مرکز - ارشیف

د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې یوه ځوان، ځانوژنه کړې ده.

په دې ولایت کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه ځوان د فرنجل کلي اوسېدونکی و، چې تېره شپه یې توپک په ډز سره ځان وژلی دی.

د دې پېښې د انګېزې په باب څه نه دي ویل شوي.

ویل شوي، په وروستیو کې په پروان او کاپیسا کې د ځانوژنې پېښې زیاتې شوي، چې ډېری قربانیان یې ځوانان دي.