د شیعه علماوو شورا: طالبان دې د عاشورا مراسمو او تور بیرغ لګولو محدودیت لیرې کړي

په کابل کې د عاشورا مراسمو د مخکې کلونو یو انځور

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا، یو وار بیا د محرم د لسمې یا عاشورا د ویر پر مراسمو د محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه وکړه.

د دې شورا مشر، ایت الله محمد هاشم صالحي پرون په کابل کې د شیعه عالمانو شورا په فوق العاده غونډه کې وویل: "د خلکو غوښتنه د ټولو محدودیتونو لیرې کېدل دي، باید د بیرغونو د لګولو مخه ونه نیول شي. امام حسین د وحدت محور دی. باید د امام حسین مراسم د افغانستان ټول عزیز ملت ته ازاد وي."​

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا تېره اوونۍ وویل، د طالبانو حکومت ورته د احتمالي امنیتي ګواښونو له کبله د محرم د لسمې د ویر مراسمو د محدودولو خبره کړې ده.

د شیعه عالمانو شورا ځینو غړو ویلي، چې په کابل کې له ځینو دکانونو او نورو ځایونو د دوی له خوا د عزادارۍ لپاره لګول شوي بیرغونه لیرې کړای شوي دي.

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا غوښتنه لري، چې په کابل او ولایتونو کې د تېرو کلونو په څېر د محرم د لسمې مراسم شاندار او پراخ وي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره سې شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د شیعه هېوادوالو د مذهبي مراسمو ازادي پر خپل ځای ده او امنیتي ادارو ته ورته امنیتي تدابیر زیات کړي دي.