ایران د قرآنکریم د سپکاوي په غبرګون کې د ډنمارک سفیر احضار کړ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

د ایران د بهرنیوچارو وزارت په تهران کې د ډنمارک سفیر احضار کړی او په دې هېواد کې قرآنکریم ته د شوي سپکاوي پر وړاندې یې هغه ته خپل اعتراض سپارلی دی.

له دې یوه ورځ مخکې د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې یوه سړي د عراق د سفارت مخې ته یو کتاب چې ظاهرا قرآنکریم و، وسوځاوه.

په سویډن کې هم د لوی اختر په لومړۍ ورځ یوه عراقي وګړي د ستوکهولم د لوی جومات په مخ کې قرآنکریم ته سپکاوی وکړ.

له بلې خوا رویټرز خبري اژانس راپور ورکوي، چې د ایران لوی مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي پرون ویلي، هغه کسان چې قرآنکریم ته یې اور اچولی، د اشد مجازات وړ دي.