یو این ډي پي: د افغانانو عاید ۳۰ سلنه کم شوی، ۳۴ میلیون یې خوراکي مرستو ته اړ دي

د کابل ښار یوه څنډه - پخوانی انځور

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام [ یو این ډي پي] وايي د ۲۰۲۰ کال راهیسي د افغانانو په عاید کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی چې له امله یې اوس مهال د دې هیواد ۳۴ میلیونه اوسېدونکي د خوراکي توکو مرستو ته اړتیا لري.

دغه پروګرام د ابادۍ په نوم د خپلې یوې پروژې په راپور کې چې تېره ورځ ناوخته خپور شوی ویلي، چې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار د طالبانو بندیز وضعیت لا پسې خراب کړی او اوس مهال په دې هیواد کې ۹۴ سلنه موسسو خپل فعالیتونه درولي او یا یې محدود کړي دي.

په دغه راپور کې چې تېره ورځ ناوخته خپور شوی راغلي، چې اوس مهال نږدې ۳۴ میلیونه افغانان د خوراکي توکو مرستې ته اړتیا لري.

د راپور پر بنسټ دغه شان له ۲۰۲۰ میلادي کال راهیسي د افغانانو په ګټه وټه کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی او ۸۵ په سلو کې افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

راپور زیاتوي، چې په تېر ۲۰۲۲ میلادي کال کې ۲۷ میلیونه افغانان طبعي پېښو اغیزمن کړي دي.

د یو این ډي پي د موندونو پر بنسټ، اوس مهال ٧٨ سلنه افغانې پوړوې دي، ۵۷ سلنه نورو کورنیو د خپلو خوړو اندازه راکمه کړې او یا یې په خپلو خوړو کې بدلون راوستی او ۱۵ سلنه کورنیو بیا خپل ماشومان شاقه او درنو کارونو ته استولي دي.

په راپور کې راغلي دي، چې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار د طالبانو بندیز وضعیت لا پسې خراب کړی او اوس مهال په دې هیواد کې ۹۴ سلنه موسسو خپل فعالیتونه درولي او یا یې محدود کړي دي.

طالبانو د تېر ۲۰۲۲ میلادي کال په وروستیو کې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو په ګډون په ټولو نادولتي ادارو کې د افغان میرمنو په کار بندیز ولګوه، چې له امله یې ډېرو ادارو په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول.

که څه هم د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوه او ترې وغوښتل شول، چې دا پرېکړه بیرته واخلي خو تر دې دمه په دې اړه د طالبانو د حکومت دریځ نه دی بدل شوی.

یو این ډي پي په خپل راپور کې ویلي، چې دوی د ابادۍ پروژې له لارې تراوسه لس میلیونه افغانانو سره په بیلابیلو برخو کې مرستې کړي دي.

په راپور کې راغلي، چې په دې مرستو کې د ښځو او نارينه وو لپاره د دندو پيدا کول، د ناروغيو په وړاندې له کورنيو سره د روغتيايي خدمتونو او درملو مرسته او له ښځينه سوداګرو سره د دوى د سوداګرۍ د ودې او بازار موندنې په برخه کې همکاري شامله ده.

د طالبانو بندېزونه د ښځو مخالفت سره مخ شوي - د تېرې اونۍ تصویر

په همدې حال یو شمېر افغانان له بې کارۍ او بې وزلې شکایت کوي او وايي له سهاره تر ماښامه د کار په لټه ګرځي، خو ماښام تش لاس کورونو ته ستنیږي.

د کابل ښار اوسېدونکې زرغونې چې د اته کسیزې کورنۍ سرپرستې ورله غاړې دې ازادي راډيو ته وویل:"په کرايي کور کې ژوند کوم، که څوک مرسته وکړي کرایه ورکولای شم کنه هیڅ، همدا اوس یې هم کرایه پاتې ده، اته کسیزه کورنۍ لرم، په ښار کې ګرځم د خلکو پاتې شونې خوراکي توکي راټولوم او خپلو بچیانو ته یې وړم، هیچا راسره مرسته نه ده کړې، اوس هم راته وویل شول چې دلته مرسته ویشل کیږي، راغلم خو هیڅ نه وو."

د دې ښار یو بل اوسېدونکی عبدالله، چې لاسي کراچۍ چلوي وايي له سهاره تر ماښامه ایله پنځوس افغانۍ پیدا کوي.

هغه وايي:" لاسې کراچۍ چلوم، ایله پنځوس روپۍ مزدورې کوم، بې کاره دومره زیاته شوې چې کرار خوبونه کوو، تمامه ورځ وګرځو هیڅ نه شو پیدا کولای."

په کابل کې د مرستې ترلاسه کولو په هیله ناستې مېرمنې - ارشیف

د یادونې ده، چې مخکې تر دې [ ډبلیو ایف پي ] خبرداری ورکړی و چې د بودیجې له کمښت سره مخ دي او یوازې د اکتوبر تر میاشتې پورې به هره میاشت پنځه میلیونه خلکو ته مرستې ورسوي.

دغه اداره زیاتوي، له یادې نېټې وروسته به د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره بودیجه ونه لري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، سږ کال په افغانستان کې له ۲۸ ميلیون زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او شپږ ميلیون وګړي هم له قحطۍ یو ګام واټن کې دي.

پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیل وروسته په دې هیواد کې بې وزلي او بې کاري تر بل هر وخت زیاته شوې ده.